احتجاج ليک
د ازاد افغانستان د ملی تفاهم  د تحقق  ټولنې د ازاد افغانستان د ملی تفاهم د تحقق ټولنې

 

 

 

بسم الله الرحمن الرحيم




د ١٣٨٩ کال د چنګاښ ٢١                                                                                   کابل – افغانستان

 

 

د ګران هيواد ازاد او خپلواک  افغانستان ولسونو، دينۍ علماو، سياسيونو، فرهنګپالو او د سياسی او ټولنيزوچارو قدرمنو فعالينو٠


اسلام عليکم ورحمت الله و برکاتو٠٠٠


په ډير تاثر سره مو د ملی او نړيوالې ميډيا د لارې د افغانستان  دويشلو زړه بګنونکې وړانديز چی په هندوستان کی د امريکې دپخوانې سفير  (رابرت بلک ويل) لخوا  دامرېکې دولت ته وړاندې شويدی تر لاسه کړو ٠
ددغه ظالمانه او غير واقعبينانه وړانديز په وړاندې دغه غبرګن   هغه  سمه يزو او نړيوالو قوتونو غوږونه ته  رسوو، چی پدغه ٢١ پيړې کی دازاد او خپلواک افغانستان د ويش خوبونه په سرکی ګرزوي٠
دافغانستان متدينه او په اسلامی او افغانی غرورسمبال ولس د تاريخ په اږدوکی د رنګارنګ توطيو، دسيسو او ناخوالو سره مخامخ شويدې خو هيڅ کله هم  نه ددئی جغرافيۀ داخلی نادانه دښمن، او نه ددغي سپځلې خاورې بهرنې دښمن دداسی يو   غير واقعبينانه  وړانديز ديادونې جرائت هم حتا ندي کړې٠
دا چی نن مونږ افغانان دخپلو بی اتفاقيو او خود خواهي و په اورنو کی سوزو نو زمونږ د جغرافيۀ دښمنانو دا جرائت ځان ته ورکړې دي ، چی داسی خبرې د خلکو د اذهانو د پاشلو لپاره د اصلی ستونزځخه بل لورې ته کړې، سره لدې چی داسی بی اساسه او بی بنياده خبرې هيځ کله کوم عملی اړخ نلرې٠  خو پدې بايد ټولې هغه بهرني او کورنې کړي چی داسی  غير واقعبينانه  او بی مسوليته فکرونه په سرکی لرې پوه اوسې چی د دی خاورې د ټولواقوامو اواقشارو اصيل بچيان او ددی ټاټوبی ټول اوسيدونکې ددی ټاټبی ساتوونکی دي او تل به وي اناشاالله٠
هيځ زبرځواک ددئ توان ، همت او قدرت نلرې چی دي خاورې ته په ټيټه وګورې٠ دګران هيواد ازاد او خپلواک افغانستان د ويش  وړانديزونه او په همدي ډول د داسی نورو  بی اتفاقيوفکرنه په کلکه ردووه او غندنه ئی کوو٠


دافغانستان د دولت ځخه په کلکه غوښتنه کووه چی ددغه  ديپلومات ځخه د نړيوالو قوانينو په رڼا کی تفصيلات وغواړې او ددغه  وړانديز په هکله د افغان ولس او دولت ځخه  دغه ديپلومات (رابرت بلک ويل)  بخښنه وغواړې٠


د هيواد دننه او د هيواد څخه بهر  په ټولو  سياسی احزابو، ټولنيزو ټولنو، خپلواکه شخصيتونو، ويب پاڼو او مطبوعاتو باندې غږ کوو تر ځو ددغه خاينانه وړانديز په وړاندې خپل انزجار او احتجاج ښکاره کړې تر ځو چی د داسی ناخوالو مخه په خپل وخت سره ونيول شې  او دتکرار ځخه ئی هر ځوک ډډه وکړې٠
د ازاد افغانستان د ملی تفاهم  د تحقق  ټولنه زيار باسی چی خپل دغه   احتجاج ليک ملی ا و نړيوالو مسولو  مراجعو ته وړاندې کړې ، او داړتيا په صورت کی
به ددغه ديپلوات دوړانديز  په غبرګون کی د يووي   سوله ايزه مظا هره بند او بست وکړې٠


په درنښت
د ازاد افغانستان د ملی تفاهم  د تحقق  دټولنې  مشرتابه هيت


July 18th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها